کورنیو چارو وزارت د هرات د ښار او د هغو د ۷ تنو همکارانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي، ښاروال غلام حضرت مشفق او ۷ تنه همکاران یې پرون دوشنبې د تلې ۵ مه د اداري فساد او بډې اخیستو په تور نیول شوي دي.
د هرات سیمه ییز چارواکي هم تاییدوي، چې ښاروال او ملګري یې باالفعل د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې د پلاوي له خوا ونیول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون لویې څارنوالۍ د دغه ولایت د والي او ۲۰ تنو نورو د فساد دوسیه هم د پرېکړې لپاره محکمې ته ولېږله.
لویه څارنوالۍ وايي، د هرات د والي او ۲۰ تنه نور مسوولین دوسیه د کرونا بودجه کې د ۲۰ میلیونه افغانیو فساد په تور محکمې ته لېږل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل