۰

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي

سی شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
ټاکل شوې د فنلډ د بهرنیو چارو وزیر په یوه سفر کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي
ټاکل شوې د فنلډ د بهرنیو چارو وزیر په یوه سفر کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر د راتګ کره نېټه نه ده معلومه، خو د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی، چې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ځي او له افغان چارواکو سره پر سوله خبرې کوي.

د فنلنډي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې دواړه لوري به د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم خبرې وکړي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د یوه با ثباته افغانستان جوړېدل د فنلنډ تر ټولو ستره هیله ده او د سولې په پروسه کې هم هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

د هغه په وینا تمه لري چې په افغانستان کې نږدې پنځوس کلنه جګړه پای ته ورسېږي او افغانان په خپلو کې د سولې توافق وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي