۰
عمران خان:

تاریخ راښودلې، چې افغانستان کې بهرنۍ مداخله بریالی شوې نه ده

دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۳
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، تاریخ ثابته کړې او راښودلې، چې په افغانستان کې بهرنۍ مداخله بریالۍ شوې نه ده، نو ځکه پاکستان نور غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخه او ښې کړي.
تاریخ راښودلې، چې افغانستان کې بهرنۍ مداخله بریالی شوې نه ده
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، تاریخ ثابته کړې او راښودلې، چې په افغانستان کې بهرنۍ مداخله بریالۍ شوې نه ده، نو ځکه پاکستان نور غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخه او ښې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خان دغه څرګندونې نن دوشنبې د تلې ۵ مه اسلام آباد کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د «۲۰۲۰ پاکستان – افغانستان سوداګري او پانګونه فورم، تر نامه لاندې ګډ سوداګریز سمینار کې د وینا پر مهال کړې دي.

په دغه سمینار کې، چې د ولسمشر غني ځانګړي استازي عمر داودزي او د افغان ولسي جرګې مشر او پلاوي هم ګډون درلود، خان و ویل، پاکستان په کابل کې د هر هغه چا ملاتړ کوي، چې افغانان یې واک ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه، دا چې د افغانستان له ۴۰ کلنې جګړې د دغه هېواد وروسته پاکستان هم زیان کړی نو ځکه نور غواړي له افغانستان سره د همکارۍ اړیکې پراخه کړي.

خان افغانستان کې د پاکستان تېرو کړنو ته په اشارې زیاته کړه، چې که پاکستان پخوا له افغانستان سره هر څه کړي وي باید هېر شي او راتلونکې ته پاملرنه وشي.

د هغه په وینا له تېر وخته یوازې یوه ګټه کولی شو او هغه دا ده چې باید ورڅخه زده کړه وکړو نه دا چې په ماضي کې پاتې شو.

د پاکستان لومړي وزیر و ویل«څه چې تاریخ موږ ته راښوولي دا دي چې بهرنۍ مداخله هېڅکله په افغانستان کې بریالۍ شوې نه ده، باید خلک پرېښودل شي چې خپله پرېکړه وکړي. خلک دې پرېکړه وکړي، څوک چې غوره شي، پاکستان به د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي او ټینګې اړیکې به ورسره وساتي.»

نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې پر هند هم نیوکې وکړې او ویې ویل د دوی وېره دا ده، چې هند به د افغانستان له لارې د پاکستان د بې ثباته کولو هڅه وکړي.

خو په وینا یې دوی پرېکړه کړې، چې د افغانستان د خلکو د هیلو ملاتړ کوي، ځکه د دې سیمې راتلونکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو او همکارۍ پورې تړلې ده.

د یادونې ده، چې پاکستان په وار وار د افغانستان سره په ګڼو برخو په خانګړې ډول د سوداګرۍ په پرخه کې د همکاریو د پراختیا او ښو اړیکو ژمنې ورکړې، خو یو ځل یې هم عمل نه دی پرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي