۰

حکمتیار: لنډ مهاله حکومت حل لاره ده، حکومت: له نظام سره مخالفت د پخوانی عادت دی

یکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۲
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته ویلي، اوسنۍ حکومت طالبان نه مني او د اوسنۍ ستونزې یوازینۍ حل لاره د لنډ مهالي حکومت رامنځ ته کول دي.
حکمتیار: لنډ مهاله حکومت حل لاره ده، حکومت: له نظام سره مخالفت د پخوانی عادت دی
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته ویلي، اوسنۍ حکومت طالبان نه مني او د اوسنۍ ستونزې یوازینۍ حل لاره د لنډ مهالي حکومت رامنځ ته کول دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار نن یکشنبې د لړم ۴ مه کابل کې خبریالانو ته و ویل، چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې د صادقانه همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي د افغان سولې په اړه زیاته کړه، چې دوحه کې رونې خبرې د ارګ د یوازې د ارګ د یوه ټیم او طالبانو تر منځ دي او دا د ټولو افغانانو خبرې نه دي.

هغه و ویل«دې مذاکراتو کې ډېر سیاسي حزبونه نشته، موږ نه یو په کې.»

خو د حکمتیار تر دغه څرګندونو وروسته ارګ ویلي، چې له نظام سره مخالفت د حکمتیار پخوانی عادت دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، هغه(حکمتیار)په تېرو څلورو لسیزو کې له یادو څرګندونو او پر سر د قدرمت نظامونو سره له مخالفت پرته د افغانستان خلکو ته بل پیغام نه دی لرلی.

نوموړي پر خپل ټویټر د حکمتیار څرګندونو ته غبرګون کې لیکلي، افغان حکومت د بیان او سیاسي ازادۍ ته ژمن دی او حکمتیار په تېرو څلورو لسیزو کې د نظام د مخالفت او پارونکو څرګندونو پرته خلکو ته بل هیڅ پیغام نه دی ورکړی.

نوموړي زیاته کړې چې خلک یې اوس له خبرو سره عادي او د خبرو پر وړاندې یې بې تفاوته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي