۰

یو غل وژل شوي او ۱۲ نور نیول شوي دي

یکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۹
کورنیو چارو وزارت وايي، یو غل له پولیسو سره نښته کې وژل شوی او ۱۲ نور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
یو غل وژل شوي او ۱۲ نور نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، یو غل له پولیسو سره نښته کې وژل شوی او ۱۲ نور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د لړم ۴ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه غله په خوست، غزني، هرات او پروان ولایتونو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، نیول شویو غلو، په انسان تښتونې، قتل، د موټرو په غلا او یو شمېر نورو جنایي جرمونو کې لاس درلود، چې د پولیسو له خوا د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د یادو کسانو له منځه؛ خوست کې درې تنه د یو ماشوم د تښتونې، غزني کې څلور تنه د وسایطو د غلا او همدارنګه د چاریکار ښار په درېیمه ناحیه کې هم دوه حرفوي غله نیول شوي دي.

په همدې حال کې؛ هرات کې یو غل له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی او د هرات ښار د اومې ناحیې په اړوند سیمو کې درې غله نیول شوي دي.

وزارت وايي، د ملي پولیسو منسوبینو د "امنیتي میثاق" د طرحې پر بنسټ د مجرمینو د نیولو لپاره خپل عملیات چټک کړي او د دې برنامې د تطبیق په برخه کې به چې موخه یې د ښاریانو د امنیت غوره ټینګښت دی، له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یاد وزارت پرون کابل کې هم د ۱۰ تنو جنايي مجرمینو، چې په وسله والو غلو، وژنو او نورو جنايي جرمونو کې لاس درلود، د نیولو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي