۰
ملګري ملتونه:

افغان حکومت او طالبان د هم د لیبیا په څېر دایمي اوربند وکړي

یکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په نړۍ کې د جګړې پر ځای ته رسېدو او اوربند ټینګار کړی ویلي یې دي، په یمن، افغانستان او نور ښکېلو هېوادونو کې هم باید د لیبیا په شان اوربند وشي.
افغان حکومت او طالبان د هم د لیبیا په څېر دایمي اوربند وکړي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په نړۍ کې د جګړې پر ځای ته رسېدو او اوربند ټینګار کړی ویلي یې دي، په یمن، افغانستان او نور ښکېلو هېوادونو کې هم باید د لیبیا په شان اوربند وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، دغه سازمان په لېبیا کې د ښکېلو لورو ترمنځ د وروستي دایمي اوربند هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه اوربند د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب رامنځ ته شوی او په لېبیا کې به د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

ښاغلي ګوترش ویلي، لېبیا دې په یمن، افغانستان او نورو ښکېلو هېوادونو کې د لارې مشال وګرځول شي او دغه هېوادونو کې دې هم ښکېلې خواوې دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

دی وايي، دوی په ټوله نړۍ کې ژر تر ژره د بشري اوربند د تامین غوښتونکي دي او ټول باید د جګړو د ختمولو لپاره لاس په کار شي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشنی زیاتوي، چې نړۍ د کورونا ویروس له امله له ستر ګواښ سره مخ ده نو د بشر د ژغورلو لپاره باید جګړې ودرول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي