د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ وايي، وسله والو طالبانو نیمرزو ولایت کې پر کمال خان بند په برید سره د دې تصدۍ ۶ ساتونکي وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه تصدۍ ویاند ضیا ودان زیاتوي، چې طالبانو نن شنبې د لړم ۳ مه سهار وختي پر کمال خان بند برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې د کمال خان بند شپږ ساتونکي وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
ودان رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، طالبانو د خپلو ټولو ژمنو خلاف په ملي پروژو او عامه شتمنیو بریدونو ته زور ورکړی دی.
خو په وینا یې افغان ځواکونه له ګواښونو سره سره د کمال خان بند پروژې ساتنې ته چمتو دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل