۰

غزني کې ماین چاودنې ۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۰
سمیه ییز چارواکي وايي، د غزني – کابل پر لویه لار د غزني ولایت اړوند سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.
غزني کې ماین چاودنې ۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
سمیه ییز چارواکي وايي، د غزني – کابل پر لویه لار د غزني ولایت اړوند سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دغه پېښه نن شنبې د لړم ۳ مه سهار مهال د غزني اړوند د روضې په سیمه کې د غزني – کابل پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده جمهور خبري آژنس ته و ویل، د ملکي وګړو ټونس موټر له غزني، کابل ته روان و، چې د روضې په سیمه کې پرې د سړک د غاړې ماین چاودنه کړې.

دی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې ۹ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په وژل شویو کې څلور تنه ښځې، څلور تنه نارینه او یو ملي پولیس شامل دي او دغه راز په ټپیانو کې هم درې پولیس او یو ملکي وګړی شامل دی.

نوموړي زیاته کړه، چې چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې له سیمې څخه د پولیسو هاموې موټر د ترېدو په حال کې و او په همدې مهال د ولسي وګړو ټونس موټر هم د ماین چاودنې ځای ته رسېدلی دی.

خو د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت وايي، لومړی چاودنه د ولسي وګړو په موټر شوې او کله چې پولیسو د هغو مرستې ته ورغلي بله چاودنه هم شوې ده.

دی وایي، په چاودنه کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي او دوه پولیس ټپیان شوي.

طالبانو د چاودنې مسوولیت اخیستی وايي، دغه چاودنه یې د پولیسو په هاموې ټانګ کړې، چې پنځه پولیس په کې وژل شوي دي.

د پېښې ټپیان د غزني ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتیايي کارکوونکي وايي، د ټپیان وضعیت خراب دی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي