د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د امنیتي میثاق په چوکاټ کې کابل پولیسو ۲۲ کیلوګرامه سره زر او ۲۵۰ زره یورو کشف او نیولې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه اندازه سره زر او پیسې تېره شپه د کابل ښار د اولې امنیتي حوزې اړوند د حضوري چمن سیمه کې د شمال بس ترمینل د چک او کنټرول پر مهال نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، دغه سره زر او پیسې د مزار شریف ښار څخه کابل ته راوړل شوي و او هڅه کې ده له دغه ځای څخه بهر ته ولېږدول شي، چې پولیسو کشف او نیولي دي.
د ولسشمر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د کابل ښار امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او پولیس به په پرېکنده توګه جرمنو، بې نظمیو او قانون څخه د تېښتې سره مبارزه ته دوام ورکړي.
کابل پولیس وایي، د دغه سرو زرو او پیسو د لېږد تورن نیول شوي او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل