د بښنې نړیوال سازمان، له بین الافغاني خبرو سره هم مهاله په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه د جدي اندېښنې وړ بللې ده.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالو غږ کړۍ، چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه سازمانو ویلي، دوحه کې د سولې له مذاکراتو سره هم مهاله روانه خونړۍ جګړه هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي او جګړه تر بل هر وخت خونړۍ شوې ده.
سرچینه وایي چې اکټوبر میاشت د افغانانو لپاره خورا خونړۍ وه، چې په وینا یې په کې ۱۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۷۰ ټپیان شوي دي.
ایمنیسټي انټرنشینل وایي پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او په دغه هېواد کې د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل