۰

افغان حکومت د ارمنستان – اذربایجان شخړه کې لاسوهنه رد کړ

شنبی ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې هېواد یې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ شخړه کې لاسوهنه کوي.
افغان حکومت د ارمنستان – اذربایجان شخړه کې لاسوهنه رد کړ
 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې هېواد یې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ شخړه کې لاسوهنه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادعا د ازمنستان او اذربایجان تر منځ جګړې وروسته د ارمنستان د ملي امنیت ادارې کړې وه.

د ارمنستان د ملي امنیت ادارې ادعا کړې وه، چې له افغانستان څخه د اذربایجان د ملکي الوتنو له لارې وسلې او جنګیالي اذربایجان ته لېږل کېږي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ارمنیا دغه ادعا په کلکه رد کړې وايي، دوی د جګړې د قرباني په توګه د اذربایجان او ارمنستان د جګړې سوله ییز حل غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ویلي، دغه شخړه باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه ‌لیک او د مېنسک ډلې د پرېکړو له مخې هواره شي.

د یادونې ده، چې د دغه دواړو هېوادونو تر منځ د نګورنو قره‌باغ جلا شوې سیمې پر سر له څو ورځو راهیسې شخړه کې دواړو لورو ته سلګونه امنیتي کسان او ملکیان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي