۰

کرزی: د افغانستان په اړه د امریکا او پاکستان معامله نه منو

شنبی ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۲
مخکنی ولسمشر حامد کرزی وایي، افغانان سوله غواړي، خو د افغانستان پر سر پاکستان او امریکا معامله ورته د منلو نه ده.
کرزی: د افغانستان په اړه د امریکا او پاکستان معامله نه منو
مخکنی ولسمشر حامد کرزی وایي، افغانان سوله غواړي، خو د افغانستان پر سر  پاکستان او امریکا معامله ورته د منلو نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، افغانان به د دغه ډول معاملې پر وړاندې مقاومت وکړي.

د ښاغلي کرزي په وینا دا سمه ده، چې امریکا د سولې بهیر رامنځ ته کړی او د پاکستان سره په ښه همغږۍ روان دی، خو د امریکا او پاکستان تر منځ موافقه یوه بله متفاوته موضوع ده.

مخکنی ولسمشر وايي، دا ډول معاملې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته هم شوې وې چې افغانان یې له بدبختیو سره مخامخ کړل.

نوموړي ویلي «د پردې تر شا باید هېڅ معامله او او برنامه نه وي، موږ شفافیت غواړو، موږ نه غواړو چې افغانستان د نورو هېوادونو د ګټو د تضاد او رقابتونو ځای وي، موږ غواړو افغانستان د همکارۍ ځای وي، دا د افغانانو جنګ نه دی او دا د افغانانو د ګټو جنګ هم نه دی، افغانان د بهرنیو هدفونو لپاره وژل کېږي.»

دی وايي، که امریکا او پاکستان رښتیا هم وغواړي په افغانستان کې سوله راځي او په خبره یې افغانان به یې هرکلی وکړي.

ښاغلي کرزي وویل چې د چین او روسیې په ګډون باید د افغانستان ټول ګاونډیان له امریکا سره په تفاهم او همکارۍ سره د افغانستان د سولې ننګه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي