سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې وسله والو طالبانو د سړک جوړونې د یوه شرکت ۷ تنه کارکوونکي برمته او له ځان سره بېولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د لړم ۲ مه د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د لنګرخانې په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د بلخ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریس عبدالباسط عیني وايي، د سړک جوړونکې شرکت پنځه تنه موټر چلونکو او دوه کاریګرو د لنګرخانې – کمپرک سړک باندې کار کاوه، چې طالبانو برمته او تښتولي دي.
دی وايي، طالبانو د سړک جوړولو یو شمېر وسایط هم له ځان سره وړي دي.
د هغه په وینا طالبانو څو ورځې مخکې هم د دغه شرکت درې کارکونکي له ځای سره بېولي و، خو له څو ساعته ځنډ وروسته یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې کړل.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بلخ