کندهار کې د رومانیايي سرتېرو په ګزمه د سړک د غاړې چاودنه شوې، چې په کې د دغه هېواد دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د رومانیا دفاع وزارت تایید کړې، چې کندهار کې یې پر سرتېرو چاودنه شوې او دوه تنه یې ټپیان شوي دي.
دغه وزارت ویلي، د دوی پر سرتېرو د خپل مسوولیت په ساحه کې پر داسې مهال چې ګزمه یې کوله چاودنه شوې ده او دوه سرتېري په کې ټپیان شوي دي.
سرچینه وايي، د ټپي سرتېرو روغتیايي وضعیت ښه ده.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر تړون وروسته لومړی ځل دی، چې افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل