اروزګان کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

1 عقرب 1399 ساعت 10:09

ملي دفاع وزارت اروزګان ولایت کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت اروزګان ولایت کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د عقرب اوله په خبره کړې خبرپانه کې ویلي طالبانو تېره شپه د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي پوستو د برید تابیا کوله، چې افغان پوځ پرې وار ړومبۍ کړ او برید یې پرې وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي په دغه عملیاتو کې ۱۷ وسله والو طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه د سولې د خبرو په خاطر په دفاعي حالت کې دي او یوازې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره پر طالبانو بریدونه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132724

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132724/

جمهور
  https://www.jomhornews.com