ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه غونده برید کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان زیاته کړې، چې د طالبانو پر دغه غونده پرون چهارشنبې د تلې ۳۰ مه عملیات شوي دي.
نوموړی وایي، د طالبانو دې ډلې غونډه درلوده او غوښتل یې ترهګریز بریدونه پلان او وکړي، خو افغان پوځ پرې وار ړومبۍ کړی او عملیات یې پرې کړي دي.
د امان په وینا په دې عملیاتو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شي او ګڼ شمېر مهمات یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل