یوه پخواني امریکايي جنرال مارک کمیټ ویلي، که وسله وال طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به ناممکن شي.
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال کمیټ وايي، طالبانو د دوحې د هوکړې خلاف افغانستان کې جګړې ته زور ورکړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي امریکا د سرتېرو پر ایستلو له سره پرېکړه وکړي.
دی دا هم وايي، که طالبان هڅه وکړي چې د جګړو له لارې موخو ته ورسېږي یا په افغانستان کې نوي پټنځایونه جوړ کړي نو دا کار به یې هرو مرو د امریکا له غبرګون سره مخ شي.
نوموړی زیاتوي، چې امریکا د افغان پوځ او افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي او د سرتېرو ایستل په دې مانا نه دي چې دغه هېواد به یوازې پرېښودل کېږي.
جنرال کمیټ د ناټو د نورو غړو د سرتېرو په اړه هم ویلي چې دا د دوی خپل کار دی او پرېکړه یې د سپينې ماڼۍ په پرېکړه پورې اړه نه لري.
دغه پخوانی امریکایي جنرال یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې تر راتلونکي کرسمس پورې به خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
د یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو او شنونکو په وینا د ټرمپ دغه ډول څرګندونو طالبانو ته دا جرئت ورکړی چې جګړې ته زور ورکړي او فکر وکړي، چې د جګړې له لارې خپل هدف ته ورسېږي.
خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر قطر کې د سولې خبرو ته په اشارې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د جګړې د دوام او د افغانستان د دولت د پرځولو انتظار باید ونه ایستل شي.
د جنرال مېلر د خبرو اشاره وسله والو طالبانو ته وه او له خبرو یې داسې ښکاري، چې طالبان هڅه کوي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې د سولې خبرې وځنډوي.
جمهورخبري آژانس:کابل