کورنیو چارو وزارت وسله والو طالبانو په تېرو ۲۸ ورځو کې ۱۱۶۰ بریدونه کړي او سلګونو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، د طالبانو په دغه شمېر بریدونو کې ۱۸۰ ملکي وګړي وژلش وي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغو بریدونو کې د ماین۱۷۰ چاودنې او ۱۰ ځانمرګي بریدونه شامل دي.
کورنیو چارو وزارت د طالبانو بریدونه نه بښونکی او جنګي جنایت بللی وايي، افغان نظامیان به په ټول قوت سره د طالبانو او د هغوی د ملاتړو دغو بریدونو ته ځواب و وايي.
ښاغلي ارین زیاته کړې چې افغان ځواکونو د طالبانو د یرغلیزو بریدونو په ځواب کې د دغې ډلې ۸۴۰ جنګیالي وژلي، ۳۸۵ تنه یې ټپیان کړي او ۴۰ نور یې ژوندي نیولي.
کورنیو چارو وزارت په دې بریدونو او چاودنو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل