۰
د امرالله صالح څلورمه پرېکړه:

د مجرمینو او فراریانو عسکونه به د کابل ښار په واټونو وځړول شي

چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۸
د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د ټولو مجرمینو او قانون څخه تښتېدونکو عکسونه به په لویو پوسټرونو کې د کابل ښار په واټونو وځړول شي.
د مجرمینو او فراریانو عسکونه به د کابل ښار په واټونو وځړول شي
د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د ټولو مجرمینو او قانون څخه تښتېدونکو عکسونه به په لویو پوسټرونو کې د کابل ښار په واټونو وځړول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د تلې ۳۰ مه په خپله څلورمه پرېکړه کې ویلي، دغه کار به د خلکو په همکارۍ د مجرمینو او فراریانو په نیولو او جرمونو په کمولو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

ښاغلی صالح وايي، د هغه افسر د قتل دوسیه هم تر جدي څېړنې لاندې ده، چې په نظام کې د ننه یې د نشه يي توکو یو لوی او خطرناک بانډ افشا کړی وو.

نوموړي زیاته کړې، پولیس افسر لمر خلیل په نظام کې د ننه د نشه يي توکو یو خطرناک بانډ افشا کړی و، خو په خواشنۍ چې په ډېره بې رحمانه توګه وژل شوی دی.

دی وايي، دا چې ټاکل شوې وه په دې ورځو کې د قانون سره سم د دغه مجرمینو د جایدادونه د استراداد په اړه اقدام وشي، هغه تثبیت او مصادره شي، نو د پولیس افسر لمر خلیل قتل له دې موضوع سره مستقیم تاړاو لري او دا موضوع جدي څېړل کېږي.

ښاغلی صالح ټینګار کوي، چې د ټولو مجرمینو او فراریانو عسکونه د کابل ښار په واټونو وځړل شي، تر څو یې خلک په پیدا کولو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، یا به مجرمین ځان قانون ته وسپاري یا به سړي شي.

صالح پر کابل ښاروالۍ هم غږ کړی، چې د پیاده لارو د خلاصون په اړه یې ټکني کارونه د منلو نه دي، ځکه یو وړ ګام دلته او وړ ګام هلته په غاصبینو کوم اغېز نه لري، د کابل ښاریان باید راتلونکي ورځو کې اغېز لرونکي کارونه وګوري.

دغه راز دی وايي، د کابل ښار د پولیسو پوستې به په داسې کمرو چې د غږ او تصویر د ثبت وړتیا ولري مجهزې شي، د دغه کمروز اخیستنه سر له نن څخه پیل شوې ده.

دی زیاتوي، چې دا کار به هغه کسان په ګوته او افشا کړي، چې پر پولیسو د فشار راوړلو هڅه کوي او یا هم پر پولیسو غورځی کوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د امنیتي ځواکونو پر ضد د ورځنیو منفي تبلیغاتو مخنیوی به هم په جدي توګه وشي او دا به خلکو ته وښودل شي، چې د دښمن تبلیغات څومره واقعیت لري او څومره نه.

د هغه په وینا ټول هوايي پلونه چې د اعلاناتو له امله په تشنابونو بدل شوي پاک او په راتلونکي کې به د دغه کار په جدي توګه مخینوی وشي.

ښاغلی صالح وايي، د غیر قانوني ځایونو د نړولو او له منځه وړلو لپاره به د کابل ښار د نارنجي پاکونکو څخه کار وانخستل شي، بلکې دې ته تازه دمه ځواک او وسایل برابر شوي دي.

د ولسمشر مرستیال زیاتوي، چې د زمرک پروګرام د کابل ښار به ځینو ناحیو کې پیل شوی، چې د ښوونځیو له هرکلي سره هم مخ شوی او په راتلونکې اوونۍ کې به د کابل ولسوالۍ هم تر دغه پلان لاندې وپوښي.

نوموړی وایي، د هغه بې اساسه تورونو په اړه به هم چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول په پولیسو لګول شوي جدي څېړنې وشي، عاملین به یا ثبوت وړاندې کوي او یا به بښنه غواړي.

ښاغلي صالح یو ځل بیا د بې اسنادو موټرو خاوندانو ته خبرداری ورکړی، چې مالیه ورکړي او موترو ته یې اسناد واخلي، که نه په وینا یې دوی به یې موټر مصادره او د پولیسو په خدمت کې ورکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې د ښار د پاکوالي لپاره به تشنابونه زیات شي او د ښاروالۍ کارکوونکي به ترې څارنه کوي تر څو د ښار پاکي مراعات شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي