۰

افغانستان او ازبکستان د سکتورې ادارو تر منځ د همکارۍ دوه تړونونه لاسلیک کړل

چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
کابل ته ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال او ورسره پلاوی د راتګ سره سم د کابل او تاشکند تر منځ د سکتوري ادارو د همکارۍ دوه تړونونه لاسلیک شول.
افغانستان او ازبکستان د سکتورې ادارو تر منځ د همکارۍ دوه تړونونه لاسلیک کړل
کابل ته ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال او ورسره پلاوی د راتګ سره سم د کابل او تاشکند تر منځ د سکتوري ادارو د همکارۍ دوه تړونونه لاسلیک شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سردار اوکتامویچ امورزاکوف او ورسره پلاوی پرون سه شنبې کابل ته راغلل او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره یې ولیدل.

دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د مطرح اقتصادي پروژو پر اهمیت او په بهرني سیاست کې همغږۍ په اړه خبرې اترې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بحث یوه مهمه موضوع د لارې نقشه او د پروژو د تطبیق پلان و، چې پر نهايي کېدو یې ټینګار وشو.

د د لارې نقشه او د پروژو د تطبیق پلان ازبکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست محمد حنیف اتمر په وروستي سفر کې مطرح شوی وو.

دغه پلان په خپل ځان کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانسپورت، ترانزیټ، انرژۍ د لېږد، برېښنا د لېږد، اوسپنې پلټۍ، مالي او بانکي ادغام او  لویو پروژو د خوندیتوب او مسوونیت دوه اړخیزه، درې اړخیزه او څو اړخیزه پروژې رانغاړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لورو توافق وکړ، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیراتونه او سکتوري ادارې به د دغه پلان د پلي کېدو لپاره خپلې هڅې پيلوي.

دغه راز په یاده لیدنه کې د سوداګرۍ او ترانزیټ پر پراختیا، سیمه ییز اتصال، سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو غښتلتیا او سولې په اړه هم خبرې کړې دي.

د لیدنې په پای کې د سکتوري اداراتو تر منځ د همکارۍ دوه تړونونه د افغانستان له لوري د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر بشیر احمد تینج، د کرنې وزارت د مرستیال حشمت الله غفورزي او د ازبکستان له لوري د دغه هېواد د ولسمشر د تمام اختیار سفیر یادګار خواجه شادمانوف تر منځ لاسلیک شول.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي