۰

سیګار: افغانستان کې د امریکا ۱۹ میلیارده ډالر ضایع شوي

چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۲۹
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د ځانګړي سرمفتش د څار دفتر یا سیګار وايي، افغانستان کې د امریکا ۱۹ میلیارد ډالر ضایع شوي دي.
سیګار: افغانستان کې د امریکا ۱۹ میلیارده ډالر ضایع شوي
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د ځانګړي سرمفتش د څار دفتر یا سیګار وايي، افغانستان کې د امریکا ۱۹ میلیارد ډالر ضایع شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیګار تازه راپور کې ویل شوي، امریکا له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۹ پورې افغانستان ته ۱۳۴ میلیارد ډالر تصویب کړي، چې له منځه یې کابو ۱۹ میلیارد ډالرو هېڅ حساب نه دی معلوم.

راپورکې د یاد دفتر د مشر جان سوپکو له قوله ویلي شوي، چې دوی د ۱۳۴ میلیارد ډالرو څخه د ۶۳ میلیاردو په اړه پلټنه کړې او ورته جوته شوې، چې په دې کې ۱۹ ملیارد ډالر یا بې درکه شوي یا وهل شوي او یا ضایع شوي دي.

دا اداره وايي، د پیسو د ضایع کېدو یا بې درکه کېدو خبره په دې خاطر کوي چې هغه کار پرې نه دی شوی چې دا پیسې ورته ځانګړې شوې وې.

د سیګار مشر جان سوپکو ویلي«موږ باور لرو چې د دغو هڅو پیسې ضایع شوې دي ځکه چې هغه پروګرامونه چې دا پیسې ورته ځانګړې شوې وې، بشپړ شوي نه دي.»

د یادونې ده، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمنفتش دفتر یوازې هغه پروژې یا پیسې څاري چې د امریکا حکومت په افغانستان کې لګولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي