سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نیمروز ولایت کې دوه ماین چاودنو کې د کنګ ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ۱۲ سرتېري وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د تلې ۲۹ مه د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
ځايي چارواکي وایي، لومړی چاودنه د افغان ځواکونو پر هاموي موټر شوې، چې په کې پنځه تنه سرتېري وژل شوي دي.
د دوی به خبره دوهمه چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د کنګ ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد هوتک د لومړۍ چاودنې سیمې ته ورسېده.
چارواکي وايي، په دوهمه چاودنه کې د امنیه قوماندان محمد هوتګ په ګډون ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د نیمروز سیمه ییز چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او د چاودنې مسوولیت هم تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ په کوټه اشرو سیمه کې هم د سړک د غاړې دوه ماین چاودنې شوې وې.
دغه ماین چاودنې د ولسي وګړو په فلانکوچ او سراچه موټر شوې وې، چې د ځايي چارواکو په وینا پنځه تنه په کې وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي وو.
د دې چاودنو مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:نیمروز