۰
د امرالله صالح درېیمه پرېکړه:

پولیس اصلي دندو ته راوګرځو، پوستې دفاع وزارت ته سپارو، پارکونه به له غاصبینو خلاص کړو

سی شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۰
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، نور به پولیس خپلو اصلي دندو ته راوګرځي، له ښاره بېروني امنیتي پوستې به افغان پوځ ته وسپارل شي او دغه راز پارکونه او شنې ساحې به له وړو او غټو غاصبینو راخلاصي شي.
پولیس اصلي دندو ته راوګرځو، پوستې دفاع وزارت ته سپارو، پارکونه به له غاصبینو خلاص کړو
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، نور به پولیس خپلو اصلي دندو ته راوګرځي، له ښاره بېروني امنیتي پوستې به افغان پوځ ته وسپارل شي او دغه راز پارکونه او شنې ساحې به له وړو او غټو غاصبینو راخلاصي شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح د کابل امنیت اخیستې وروسته خپله درېیمه پرېکړه د نن سه شنبې د تلې ۲۹ مه په غونډه کې کړې ده.

دی وايي، درېیمه پرېکړه یې دا ده، چې ټول تاسیسات به په پړاویزه توګه محافظت عامه ته وسپارل شي او پولیس به نور خپلو اصلي دندو ته راوګرځول شي.

د هغه په وینا په دې سره به پولیس له نظامي حالت څخه په منظم ډول راووځي او د ښار څخه بېرون پوستې به دفاع وزارت ته وسپارل شي.

ښاغلي صالح وايي، د ټولنې د امنیت په خاطر د ځوان نسل او پولیسو تر منځ د اړیکو ټینګولو لپاره به په ښوونځیو کې په داوطلبانه توګه زمرک تشکیلات جوړ کړي او دغه کار به د کورنیو په خوښه وي.

نوموړی زیاتوي، چې د دغه تشکیل په رامنځ ته کېدو سره به پولیس وکولی شي، په ښوونځیو کې د نشه يي توکو، چاقو بازۍ، ښوونکو ځورونې او کوڅه ډبتوب مخه ونیول شوي.

دی وایي، د دې لپاره به امنیه قوماندانۍ او ټولې حوزې له ښوونځیو سره په اړیکه کې وي تر څو عملي کار پیل شي او دا کار به د جرایم د کچې ټيټولو برخه کې له پولیسو سره لویه مرسته وکړي.

په دغه غونده کې، چې د ښاغلي صالح په مشرۍ وه، څلورمه پرېکړه دا شوې، چې ټول پارکونه او شنې سیمې به له وړو او لویو غاصیبینو څخه خلاصوي.

دغه راز د کابل ښاروالي به د مردي کارو او کورنیو چارو وزارت پر مټ ټولې لارې پاکوي، چې په وینا یې دا خبره باید جدي ونیول شي.

ښاغلی صالح وايي، د ټولنیزو او ساحوي معلوماتو د تجزیې او تحلیل لپاره به یو واحد مرکز جوړ شي او موجوده اطلاعات به په کې ځای او په نېږدې راتلونکې کې به په الکترونیکي شکل د حوزې امرین ورته لاس رسی ولري.

دغه راز ښاغلی صالح وايي، چې له ۲۸ کلونو وروسته به د لومړي ځل لپاره ښاري انظباط په پړاویز توګه رامنځ ته کېږي او په وینا یې د دغه کار لپاره هېڅ امکاناتو په تشکیل کې زیاتولي ته اړتیا نشته.

دی وایي، چې تر اوسه پورې ټول وررسېدلي پیغامونه څېړل شوي او دغه راز به د غلو، باج اخیستونکو، خلکو ځوروونکو، فراریانو او غاصبینو عکسونه او نوملړ د خلکو له استازو او ګذر له وکیلانو سره شرک شي.

ښاغلی صالح وایي، په دې کار سره به په مجرمینو کړۍ راتنګه شي، خو په وینا یې په هغه صورت کې چې خلک د دغه ډول کسانو په مونده کې مرسته وکړي نه دا چې ننداره یې کوي.
 
د ولسمشر لومړي مرستیال دا پرېکړه هم کړې، چې له دې وروسته د هېڅ حوزې امر او پولیس منسوبین نه شي کولی له یونیفورم سره د پیسداره کسانو په غونډو او مېلمستیاو کې ګډون وکړي او د خپل یونیفورم عزت باید وساتي.

صالح وايي، هېڅ پولیس به د چا په شفاهي غوښتنه کوم ځای ته حاضر نه شي، مګر دا چې کومه جرمي قضیه رامنځ ته شوې وي.

نوموړی وایي، پولیس به یوازې خپل تعریف شوي جوړښت او انګړ ته ځواب ویونکي وي، له دغه انګړ څخه د باندې هېڅ کس پر پولیسو د امر او نهۍ امر نه لري.

ښاغلي صالح، د کابل د ولایت مقام، د کابل د ملي امنیت ریاست، شاروالۍ، پولیسو او د خلکو د بنسټونو تر منځ په همغږۍ ټینګار کړی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې یوازې ځواکمن دولت کولی شي د هر فرد عزت خوندي کړي، نو ځکه باید خلک له دولت سره همکار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي