۰

ملابرادر د قطر د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

سی شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۸
د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د قطر هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره کتلي دي.
ملابرادر د قطر د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره کتلي
د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د قطر هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ وايي، د ښاغلي برادر او ښاغلي شیخ محمد بن عبد الرحمن آل ثاني لیدنه پرون دوشنبې د تلې ۲۸ مه شوې ده.

نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ملا برادر اخند او شیخ محمد بن عبد الرحمن آل ثاني تر منځ ناسته کې د دوحې د تړون په پوره عملي کېدو، بین الافغانی مذاکراتو او نورو اړونده موضوعاتو خبرې شوې دي.

ښاغلي نعیم د دغه خبرو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر پر داسې مهال د قطر د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره ګوري، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې دي.

که څه هم د دواړو لورو د تماس ډلو څو ځلې ناست کړې، چې وروستۍ هغه یې پرون شوې، خو تر اوسه دواړه لوري د کاري اجنډا او اصولو په ټاکلو نه دي بریالي شوي.

د دواړو لورو تر منځ اختلافي ټکي دوه ښودل شوي، چې افغان لوري یې په اړه طالبانو ته بېلا بېل وړاندیزونه کړي، خو طالبانو تر اوسه نه دي منلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي