۰

عبدالله له ایران څخه بېرته کابل ته راغی

سی شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۲
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوی له درې ورځني رسمي سفر وروسته بېرته کابل ته راغلي.
عبدالله له ایران څخه بېرته کابل ته راغی
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوی له درې ورځني رسمي سفر وروسته بېرته کابل ته راغلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله او ورسره پلاوی نن سه شنبې د تلې ۲۹ مه کابل ته راورسېده.

ایران ته د هغه د سفر موخه د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول و، چې په همدې موخه د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر، د انرژۍ وزیر، د پارلمان له مشر او ځينو نورو چاروکو سره ولیدل.

تر اوسه معلومه نه ده، چې عبدالله له ایران څخه ډک لاس راغلی که څنګه خو ایران چارواکو له ده سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی و، چې د افغان سولې ملاتړ دي او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

ایراني چارواکو ویلي، دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او یو سوله ییز او باثبات افغانستان د ځان او سیمې په ګټه بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي