۰

میدان وردګو کې کلابند او ټپي افغان سرتېري ژغورل شوي دي

دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۶
ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو یو شمېر سرتېري، چې د طالبانو له خوا کلابند او په جګړه کې ټپي شوي و، ژغورل شوي دي.
میدان وردګو کې کلابند او ټپي افغان سرتېري ژغورل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو یو شمېر سرتېري، چې د طالبانو له خوا کلابند او په جګړه کې ټپي شوي و، ژغورل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو شمېر سرتېري د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ په کوټه عشرو سیمه کې د طالبانو له خوا له تېرو څلورو ورځو راهیسې کلابند شوي وو.

د دغه سرتېرو تر کلابندۍ وروسته کوټه عشرو کې د افغان پوځ د یوه مرکز قوماندان عبدالجبار په یوه ویډیو کې ویلي و، چې د طالبانو په موتر بم برید کې د دوی څلور سرتېري ټپیان شوي دي.

ده زیاته کړې وه، چې په څلورو ورځو کې دوی ته مرسته ځکه نه وه رسېدلي، چې سیمې ته د چورلکو په ورتلو سره طالبانو هغوی کښناستو ته نه پرېښودې، چې ټپیان پورته او له پاتې ځواکونو سره مرسته وکړي.

دغه قوماندان په یاد ویډيي پیغام کې له ولسمشر غني او لوړ پوړو امنیتي چارواکو د مرستې غوښتنه کړې وه او ویلي یې و، چې که مرسته ورته ورسېږي تر وروستۍ سلګۍ پورې به له طالبانو سره وجنګېږي.

د دغه ویډیو تر خپرېدو وروسته ملي دفاع وزارت لاس په کار شو او په همغه لومړیو شېبو کې یې د یادو سرتېرو د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

دفاع وزارت د همدې ژمنې پر بنسټ تېره شپه د جلرېز ولسوالۍ کوټه عشرو سیمې ته کمانډو ځواکونه د عملیاتو لپاره ولېږل، چې په وینا یې د دغه پوځیانو ستونزه یې په مکمل ډول حل کړې ده.

ملي دفاع وزارت وايي، ټپي سرتېري یې روغتون ته لېږدولي، له پاتې سرتېرو سره مرسته شوې او په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۲۸ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د کمانډو ځواکونو په دې عملیاتو کې د جلرېز ګڼې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاتې شوې او هلته مېشتو سرتېرو ته کافي خواړه او وسلې رسېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي