کابل کې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

28 میزان 1399 ساعت 9:13

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یوې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یوې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون یکشنبې د تلې ۲۷ مه ماښام مهال د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، چاودنه کې د مقناطسي ماین له امله د پولیسو په رنجر موټر شوې ده.

دی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه چا د دغه چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132602

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132602/

جمهور
  https://www.jomhornews.com