۰

بدخشان کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي

یکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه په شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
بدخشان کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه په شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د له مخې طالبانو تېره شپه د بدخشان ولایت په شهر بزرګ او کشم ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه وکړل.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، طالبانو پر څو ځایونو کې بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

دی زیاتوي، چې طالبان د درنو تلفاتو په منلو سره له سیمې په شاه شوي او بریدونه یې مات شوي دی.

د هغه په وینا په جګړه کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور ټپیان او درې ژوندي نیول شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند وايي، جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي