۰

امرالله صالح: ټول بې اسنادو موټر به ضبط شي

یکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
د ولسشمر غني لومړي مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکړ، چې ټول بې اسنادو موټر به د حکومت له خوا ضبط او مصادره شي.
امرالله صالح: ټول بې اسنادو موټر به ضبط شي
د ولسشمر غني لومړي مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکړ، چې ټول بې اسنادو موټر به د حکومت له خوا ضبط او مصادره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پانه لیکلي، چې دغه پرېکړه نن یکشنبې د تلې ۲۷ مه د اوونۍ په غونده کې وشوه.

نوموړي ویلي، کلونه کېږي، چې بې اسنادو موټرو د مجرمینو په پلټلو او تعقیبولو کې ستونزې رامنځ ته کړې، نو د همدې په خاطر پرېکړه وشوه، چې ټول بې اسنادو موټر مصادره شي.

ښاغلي صالح دغه ډول موټر لرونکو ته خبرداری ورکړی، چې مالیي ورکړي او خپل موټر قانوني کړي، که نه له درېدو وروسه به د پولیسو په خدمت کې وي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د دغه ډول موټر د ضبط څخه وروسته دوهم احتمال دا هم کېدای شي، چې حکومت دغه موټر له څه وخت وروسته قانوني کړي او بیا یې د شهیدان د وارثینو په کورنیو و وېښي.

هغه دغه ډول کسانو ته چې موټر یې اسناد نه لري په خطاف کې ویلي«مالیه ورکړي، موټر مو قانون مند کړي، که نه در ضبط به شي، پولیسو ته به ورکړل شي او یا به هم له څه وخت وروسته د شهیدانو پر وارثینو و وېشل، اوس انتخاب ستاسو په لاس کې دی.»
 
ښاغلی صالح وایي، دی د پولیسو د ۱۱۹ لیکې څخه ملاتړ کوي، ځکه ډېرې ستونزې یې حل کړې او د دغه ۱۱۹ خط د لا پیاوړتیا لپاره له خلکو غواړي، چې په واټسپ کې لیکلي پیغام پرېږدي او غږیز پیغام ته ځواب نه ورکول کېږي.

د ښاغلی صالح په وینا د واسټپ شمېرې دا دي:
93730100900
93730600700
(۰۷۳۰۱۰۰۹۰۰)
(۰۷۳۰۶۰۰۷۰۰)

دی زیاتوي، چې تلېفوني اړیکو ته هم ځواب نه ورکول کېږي، بلکې یوازې لیکلو پیغامونو ته ځوابونه ورکول کېږي او دا یو بېړنۍ او اضطراري نوښت دی.

نوموړي د پولیسو د ۱۱۹ شمېرې په اړه وړاندې ویلي«د خپل هر پیغام په پای کې خپله شمېره پرېږدۍ، تر څو ستاسو معلومات ښه وڅېړل شي، که چېرې مو له مجرم او یا قانون څخه تېښدونکي عکس او یا بله کومه نښه درلوده، په همدې شمېره یې ولېږي.»

د ولسمشر لومړی مرستیال دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پلازمېنه کابل کې د جنايي پېښو پر زیاتېدو سره نوموړي خپله د ولسمشر غني په لارښوونه د څو اوونیو لپاره د کابل د امنیت چارې په لاس کې واخیست.

ښاغلي صالح پرون په خپله فسبوک پاڼه لیکلي و، چې په قانون کې یې د مصحلت په نوم څخه نشته او پر غلو، داړه مارانو، قاتلانو، مجرمینو، غاصبینو او د هغوی په ملاتړو به رحم ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي