۰

ټرمپ: که مې ټاکنې بای کړې امریکا پرېږدم

شنبی ۲۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۶
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که یې سیال جوبایډن ترې ترې ټاکنې وګټلې نو دی به امریکا پرېږدي.
ټرمپ: که مې ټاکنې بای کړې امریکا پرېږدم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که یې سیال جوبایډن ترې ترې ټاکنې وګټلې نو دی به امریکا پرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ جورجیا کې خپلو پلویانو ته د یوې غونډې پرمهال ویلي، په دې شرمېږي، چې د بایډن په څېر نوماند ورسره ټاکنو ته راوتلی دی.

نوموړي ټینګار کړي، چې که چېرته د جوبایډن په څېر سیال ترې ټاکنې وګټي، نو امریکا به ورته ځای ورنه کړي.

هغه خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي«ایا فکر کوۍ چې زه به یې وبایلم، ډېر شرم دی چې خلک و وایي، بایډن له ټرمپ څخه ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، هېڅ ښه احساس به ونه لرم او ښایي د امریکا پرېښودو ته مجبور شم.»

د امریکا په سږني ټاکنو کې جوبایډن د ولسمشر ټرمپ سرسخت سیال بلل کېږي چې د ډېرو په باور ښایي سږنۍ ټاکنې هم وګټي.

پخوانیو دوه ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما هم خپل ملاتړ له جوبایډن څخه اعلان کړی دی.

یو شمیر امریکایي سیاسیون هم د ټرمپ په حکومت سختې نیوکې لري او ټرمپ یې د امریکا په تاریخ کې ناکامه ولسمشر بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي