۰

د هلمند جګړه اتمې ورځې ته واوښته، تر ۳۰۰ زیات طالبان په کې وژل شوي

شنبی ۲۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۴
په داسې حال کې چې د هلمند جګړه اتمې ورځې ته اوښتې ځايي چارواکو په دغه جګړه کې تر ۳۰۰ زیاتو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د هلمند جګړه اتمې ورځې ته واوښته، تر ۳۰۰ زیات طالبان په کې وژل شوي
په داسې حال کې چې د هلمند جګړه اتمې ورځې ته اوښتې ځايي چارواکو په دغه جګړه کې تر ۳۰۰ زیاتو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي وايي، د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کلابند نه دی او طالبان د ښار له څنډو په شاه تمبول شوي دي.

د هلمند والي محمد یاسین خان ویلي، په دغه جګړه کې تر ۳۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي، چې ځینې قوماندانان او لوړ پوړي غړي یې هم په کې شامل دي.

یاسین خان د طالبانو د ټپیانو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې په دغه جګړه کې ۷ ملکي وګړي هم وژل شوي او ۳۰ افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه د هلمند چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

په ورته وخت ولسمشر غني هم د هلمند پر جګړه غبرګون ښودلی ویلي یې دي، چې افغان ځواکونو په کلکه له دغه ښار څخه دفاع کړې ده.

ولسمشر پرون جمعه په یوه ویډيويي پیغام کې ټينګار کړي، چې د جګړې د بې ځایه شویو او زیانمن شویو کورنیو سره به بېړنۍ مرستې وشې.

د یادونې ده، چې اته ورځې وړاندې طالبانو د مرکز لښکرګاه ښار اړوند سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل، چې د ښار څلورمه حوزه او ځینې نورې سیمې یې ونیولې.

دوی د دغه ترڅنګ د یاد ولایت په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې هم بریدونه پیل کړل، خو د افغان ځواکونو له ځمکنیو او هوايي بریدونو سره مخ شول.

په ټول کې د هلمند د وروستۍ جګړې له امله تر ۵ زره زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې، برېښنا پرې او تلېفوني شبکو هم کار پرښی دی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي