۰

د نشه يي توکو څلور لوی قاچاق کوونکي نیول شوي دي

شنبی ۲۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۰
کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو پلازمېنه کابل کې د نشه يي ټوکو څلور تنه لوی قاچاق کوونکي نیولي دي.
د نشه يي توکو څلور لوی قاچاق کوونکي نیول شوي دي
 کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو پلازمېنه کابل کې د نشه يي ټوکو څلور تنه لوی قاچاق کوونکي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د تلې ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه قاچاق کوونکي د کابل حامد کرزي د هوايي ډګر او ښار د اتمې ناحیې له اړوند سیمې څخه نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې له دغه ډلې څخه درې تنه یې د کرزي د نړیوال هوایي ډګر او یو تن هم د ښار د اتمې ناحیې سیمې څخه نیول شوی دی.

خبرپاڼه وايي، دغه درې تنه قاچاق کوونکو غوښتل ۷۹ کیلوګرامه هېروئین چې په کالیو کې یې ځای کړي و غوښتل له هېواد څخه بهر ولېږدوي، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، څلورم کس چې د دې درې کسانو همکار و، د کابل ښار د کارته نو سیمه کې د یوه کور څخه نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي