۰

پاکستان ته د نظامي تجهیزاتو سپارل د کابل او واشنګټن د امنیتي تړون خلاف دي

پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۱
د ولسي جرګې غړي وايي، وروسته له هغې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ورسره سم امریکايي پوځیان نظامي تجهیزات پاکستان ته لېږدوي.
پاکستان ته د نظامي تجهیزاتو سپارل د کابل او واشنګټن د امنیتي تړون خلاف دي
د ولسي جرګې غړي وايي، وروسته له هغې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ورسره سم امریکايي پوځیان نظامي تجهیزات پاکستان ته لېږدوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړي الله ګل مجاهد پرون چهارشنبې په عمومي غونډه کې و ویل، چې امریکایي پوځیان له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې پاکستان ته د خپلو نظامی تجهیزاتو د سپارلو لړۍ پیل کړې ده.

د هغه په وینا افغانستان کې مېشت امریکایي پوځونه د شپې او ورځې له دوه تر ۳۰۰ پورې ټاکونه او خپل نور پوځي وسایل د سپین بولدک او تورخم له لارې پاکستان ته لېږدوي او ورته سپاري یې.

د دې تر څنګ مجاهد وايي، امریکايي پوځیان له خپلو اډو او بېسونو تر وتلو وروسته ان هغه ځایونه پر ځای د دې چې افغان ځواکونو ته یې وسپاري، ړنګوي یې او له منځه یې وړي.

مجاهد و ویل« امریکايي ځواکونه هم باید د روسانو په شان خپل تجهیزات او تاسیسات باید جوړ افغان ځواکونو ته تسلیم کړي، دوی د څه لپاره راغلي و، دا وطن خو یې وران کړ، اوس یې خپل تجهیزات هم پر افغان ځواکونو نه لورېږي او پاکستان ته یې سپاري.»

د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاد وايي، د امریکايي پوځیانو دغه کړنې د کابل او واشنګټن تر منځ د کړي امنیتي تړون خلاف دي ځکه په هغه تړون کې ویل شوي، چې امریکا باید له افغانستان څخه د وتلو پر مهال خپل ټول پوځي توکي او تجهیزات باید افغان پوځ ته وسپاري.

جرګه کې د لغمان استازي رفیع مموزي هم ورته څرګندونې وکړې او پر افغان حکومت یې غږ وکړ، چې امریکا پرېنږدي، چې خپل پوځي تجهیزات له افغانستان څخه وباسي.

ده هم زیاته کړه، چې امریکايي پوځیان د تورخم او سپین بولدک له لارې خپل نظامي تجهیزات وړي او هلته یې پاکستاني دولت ته سپاري.

دی وايي، د افغانستان د خلکو غوښتنه هم همدا ده، چې امریکايي پوځیان باید خپل تجهیزات افغان ځواکونو ته وسپاري تر څو هغوی لا پیاوړي شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي