۰
یوناما طالبانو او حکومت ته!

جګړه ودروی، زیان یې ملکی وګړو او د سولې خبرو ته دی

پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هلمند کې وروستیو جګړو ته په اشارې پر دواړو لورو غږ کړی، چې ژر تر ژره جګړه ودروي.
جګړه ودروی، زیان یې ملکی وګړو او د سولې خبرو ته دی
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هلمند کې وروستیو جګړو ته په اشارې پر دواړو لورو غږ کړی، چې ژر تر ژره جګړه ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما نن پنشنبې د تلې ۲۴ مه په خپره کړې خبرباڼه کې ویلي، هلمند کې جګړې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او خلک یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، جګړې، تاوتریخوالی پرته له دې چې افغان ولس ته بدبختۍ نورې هم زیاتې کړي او د سولې خبرې، چې دواړو لورو تر منځ تاریخي شېبه ده زیان ورسوي، بل څه نه دي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان د جګړې بار ملکی افغانان پر اوږه وړي، همدوی وژل کېږي او ټپیان کېږي او ژوند یې له ستونزو ډک دی.

یوناما ویلي، د دوه ۲۰۲۰ په لومړیو کې تر اوسه تاوتریخوالی کم و خو وروستیو دوه اونیو کې تاوتریخوالی له حده زیات شوی او دې کار ګڼې اندېښنې راپورته کړې دي.

دغه دفتر زیاته کړې، چې په دې وضعیت کې ملکي وګړي په منظم ډول په وسله والو جګړو کې وژل کېږي او یا ټپیان کېږي، او د دغه کار د مخینوي لپاره غوره لار د تاویخوالي درول دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر پر دواړو لورو غږ کړی، چې ژر تر ژره تاوتریخولی ودروي او د سولې په خبرو کې یوه توافق ته سره ورسېږي، تر څو دا هېواد نور له جګړو پاک شي.

یوناما دا اعلامیه پر داسې مهال خپروي، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

د دغه جګړو له امله لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې، برېښنا پرې او مخابراتي شبکو هم کار بند کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي