ملي دفاع وزرات وایي، هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو د چاوېدونکو توکو یوه زېرمه د افغان پوځ له خوا کشف او له منځه وړل شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د تلې ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د چاودېدونکو توکو دغه زېرمه د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې کشف او ویجاړه شوې ده.
خبرپاڼه وايي، طالبانو په دغه ولسوالۍ کې ۵۰۰ متره تونل کښلی و او چاوېدونکي توکي یې په کې ایښي و، تر څو پرې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي.
خو په وینا یې افغان پوځیانو دغه تونل کشف او ویجاړ کړ، چې په له منځه وړو سره یې د خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل