۰

ناټو: طالبان باید تاوتریخوالی ودروي

پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۴
ناټو په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی په تېرو لسو کلونو کې تر ډولو زیات بللی او د تاوتریخوالي پر زیاتېدو یې اندېښنه ښودلې ده.
ناټو: طالبان باید تاوتریخوالی ودروي
ناټو په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی په تېرو لسو کلونو کې تر ډولو زیات بللی او د تاوتریخوالي پر زیاتېدو یې اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ملکي استازي سټیفانو پانتیکورو په یوه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې روانه تاوتریخوالی او جګړه د اندېښنې وړ ده.

د ناټو د ملکي استازي وینا دا په تېرو لسو کلونو کې بې مخینې تاوتریخوالی دی.

سټیفانو پانتیکورو ویلي، طالبانو ته په کار ده چې له هوکړې سره سم تاوتریخوالی کم کړي او مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

نوموړي افغان پوځیان پیاوړي بللي او په خبره یې که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي هم نو افغان پوځ د دفاع وړتیا لري.

دی وايي، افغان ځواکونه به تر  ۲۰۲۴ کال پورې د ناټو بشپړ ملاتړ له ځان سره ولري او تر هغه وروسته به په کنفرانسونو او نړیوالو غونډو کې د دغه ملاتړ د تمدید اړتیا وي.

د ناټو ملکي استازي یو ځل طالبانو ته په خطاب ټینګار کړي، چې د نړیوالو مرستې په افغانستان کې په وضعیت پورې تړلې دي.

د هغه په وینا دا چې د افغانستان حکومت څومره قانوني، نړیوالو او افغانانو ته د منلو دی، همدې ته په کتو به نړیوال له دغه هېواد سره خپلې مرستې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي