۰

د بښنې نړیوال سازمان هلمند کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې

پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۶
د بښنې نړیوال سازمان پر ښکېلو لورو غږ کړي، چې هلمند کې روانه جګړه ژر تر ژره ودروي او رامنځ ته شوي ناورین مخه ونیسي.
د بښنې نړیوال سازمان هلمند کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې
 د بښنې نړیوال سازمان پر ښکېلو لورو غږ کړي، چې هلمند کې روانه جګړه ژر تر ژره ودروي او رامنځ ته شوي ناورین مخه ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي، د هلمند جګړه کې تر سوه سوه پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او کابو ۳۵ زره وګړي بې ځایه شوي دي.

سازمان زیاته کړې، د لښکرګاه په جګړه کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او که جګړه همداسې دوام کوي نو دا ناورین به لا پسې ژور شي او د ملکیانو تلفات به ډېر شي.

دغه سازمان وايي، د جګړې ښکېلو لورو ته په کار ده چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي، دوی ته خطرونه جوړ نه کړي او اجازه ورکړي چې د جګړو له سیمې ووځي.

دوی زیاتوی، چې هلمند کې بېځایه شوي وګړي بېړنیو خوراکي او بشري مرستو ته اړتیا لري چې ښکېل لوري دې جګړه ودروي څو مرستندویه ډلې له خلکو سره همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې هلمند کې له تېرو شپږو ورځو رهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

دغلته د جګړې له امله نه یوازې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او بې ځایه شوي دي، بلکې برېښنا هم پرې شوې او مخابراتي شبکو هم کار پرېښی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي