۰

هرات او کونړ کې هم چاودنې شوې، ۱۰ تنه یې وژلي دي

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۶
د کورنیو چارو وزارت وايي، په هرات او کونړ ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله ۲۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ژوبله اوښتې ده.
هرات او کونړ کې هم چاودنې شوې، ۱۰ تنه یې وژلي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، په هرات او کونړ ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله ۲۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه چاودنې نن چهارشنبې د تلې ۲۳ مه د هرات په کشک کهنه او د کونړ په اسمارو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د هرات په کشک کهنه کې په مازدا موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې د کونړ په اسمارو کې ریموټ کنټرول ماین چاودنې بیا پنځه تنه ملکي وګړي وژلي دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی خو کورنیو چارو وزارت یې پړه پر طالبانو اچولې ده.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په لغمان کې هم د پولیسو په رنجر موټر ماین چاودنې درې تنه وژلي او د یوه پولیس افسر په ګډون یې ۷ تنه ټپیان کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي