۰

هرات کې یو صراف وژغورل شو او انسان تښتوونکي ونیول شول

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۸
کورنیو چارو وزارت او د هرات پولیس چارواکي وايي، پولیسو هرات ولایت کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو را خوشی کړی دی.
هرات کې یو صراف وژغورل شو او انسان تښتوونکي ونیول شول
کورنیو چارو وزارت او د هرات پولیس چارواکي وايي، پولیسو هرات ولایت کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو را خوشی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه صراف دوه ورځې وړاندې د هرات ښار انسان تښتوونکو تښتولی و او د ښار اړوند شېرزي کوڅه کې یې په یوه کور کې ساته.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وایي، پولیسو له دوه ورځو پلټنو وروسته د تښتول شوي صراف ځای تشخیص او عملیات یې پرې وکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د عملیاتو په ترڅ کې صراف د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورل شوی او په تړاو یې ۸ تنه نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې هرات پولیسو یو تن صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د یادونې ده چې  له دې وړاندې په مزارشریف کې هم انسان تښتوونکو د صرافانو د اتحادیې مشرعبدالقیوم رحیمي تښتولی وو چې له ډېرو اعتراضونو وروسته را خوشې شو.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي