افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله لیدنه پرون دوشنبې د تلې ۲۱ مه ارګ ماڼۍ کې شوې ده.
ارګ په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، عبدالله په دې ناسته کې هند ته د خپل سفر جزیات او معلومات له ولسمشر غني سره شریک کړل.
په خبرپانه کې زیاته شوې، چې دواړو خواوو په ترسره شوې کتنه کې قطر هېواد ته د ولسمشر غني د سفر په تړاو هم خبرې وکړې.
د ارګ خبرپاڼه وايي، په شوې لیدنه کې دوحې ته د ولسمشرغني او دولتي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وبلل شو.
د یادولو وړ ده چې تېره اونۍ ولسمشر غني قطر او کوېټ او ډاکتر عبدالله عبدالله هندوستان ته سفرونه وکړل، چې هدف یې د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کېدل بلل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل