۰

ولسي جرګه کې د بامیانو پخوانی استازی له طالبانو سره یو ځای شوی دی

سی شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۳
لومړي معلومات ښيي، چې ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو پخوانی استازی عبدالرحمان شهیداني د طالبانو سره یو ځای شوی دی.
ولسي جرګه کې د بامیانو پخوانی استازی له طالبانو سره یو ځای شوی دی
 لومړي معلومات ښيي، چې ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو پخوانی استازی عبدالرحمان شهیداني د طالبانو سره یو ځای شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي شهیداني دا مهال د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی تر څو له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

په هغه مکتوب کې چې د بامیانو ادارې د روانې تلې په ۲۰ مه نېټه خپور کړی له سیمه ییز ارګانونو ادارې غوښتل شوي، چې یاده موضوع له امنیتي ارګانونو سره شریکه کړي او په اړه یې پلټنې وکړي.

یاد مکتوب کې راغلي«د لومړنیو معلوماتو پر اساس عبدالرحمان شهیداني له طالبانو سره یو ځای شوي او قطر ته یې سفر کړی دی.»

مکتوب کې د سیمه ییز ارګانونو له خپلواکې ادارې غوښتل شوي، چې دغه موضوع له امنیتي ارګانونو سره شریکه او تر پلټنو وروسته یې په اړه د بامیانو ادارې ته ډاډ ورکړي.

د دې تر څنګ د بامیانو د والي ویاند لطیف عظیمي نن سه شنبې د تلې ۲۲ مه جمهور خبري آژانس سره خبرو کې تایید کړه، چې دغه مکتوب د بامیانو د ځايي ادارې له خوا په رسمي توګه صادر شوی دی.

عظیمي وایي، دغه مکتوب د دې په خاطر صادر شوی تر څو امنیتي ادارې معلومه کړي، چې له طالبانو سره د شهیداني د یو ځای کېدو خبر تر کومه بریده رښتیا دی او که نه.

د یادونې ده، عبدالرحمان شهیداني چې وړاندې تر دې په ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو استازی او د بامیانو د امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کړې، ګڼې دوسیې لري.

نوموړي درې کاله وړاندې هغه مهال چې د کابل – بامیانو له پرواز څخه پاتې شوی و خپلو پلویانو ته ویلي و، چې الوتکې ته په بامیانو کې د کښناستو اجازه ورنه کړي.

له دې وروسته عبدالرحمان شهیداني د بامیانو ولایت د ولایتي شورا د رییس په وهلو ډبلو هم تورن شوی وو.

شهیداني د همدې زورواکۍ او دغه راز د غیر مسووله وسله والو د لرلو له امله د ۲۰۱۸ کال په پارلماني ټاکنو کې د نوماندانو له نوملړ څخه وایستل شو.

جمهور خبري آژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه خپله د شهیداني نظر هم ولري خو له پرلپسې اړیکې نیولو سره یې د نظر په اخیستو بریالی نشو، خو نوموړي نورو رسنیو سره خبرو کې دا ادعا بللې او رد کړې یې ده.

جمهورخبري آژانس:بامیان


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي