۰
کندوز:

په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۰
ملي دفاع وزارت وايي، کندوز ولایت کې د طالبانو له لوري یوه توغول شوې هاوان مرمۍ په یوه کور لګېدلې ده او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت وايي، کندوز ولایت کې د طالبانو له لوري یوه توغول شوې هاوان مرمۍ په یوه کور لګېدلې ده او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان زیاتوي، چې پېښه نن سه شنبې د تلې ۲۲ مه خو په کندوز کې رامنځ ته شوې، خو دقیق ځای یې نه دی ښودلی.

امان وایي، په دغه پېښه د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې، چې هاوان د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوی وو.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي