د قطر پلازمېنه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې پر سر د خبرو د پیل څخه کابو یوه میاشت اوړي، خو دواړه لوري تر اوسه کوم توافق ته نه دي رسېدلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو ترمنځ شکل ټکي و، چې په لومړیو ورځو کې پرې خبرې وشوې او پر ۱۸ مواردو یې توافق شوی دی.
خو دوه موارد چې یو یې د خبرو بنسټ باید څه وي او بل پرېکړې باید د حنفي که د جعفریه مذهب پر بنسټ وشي هغه ټکي دي، چې خبرې یې ځنډولې او لا هم دواړه لوري پرې توافق ته نه دي رسېدلي.
طالبان ټینګار کوي، چې د خبرو بنسټ باید د امریکا او طالبانو تر منځ د شوی تړون پر اساس وي او پرېکړې باید یوازې د حنفي مذهب پر بنسټ وشي.
خو افغان لوی ټینګار کوي، چې د خبرو بنسټ باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وي او دغه راز د اساسي قانون مطابق جعفریه مذهب هم رسمي دی او طالبان یې باید ومني.
د دواړو لورو د تماس ډلو تر منځ د همدې دوه موضوعاتو پر سر څو ځله ناستې وشوې، چې بې پایلې پای ته ورسېدې.
خو اوس افغان حکومت وایي، د دوی پلاوی طالبانو ته د یادو ستونزو د حل په موخه ځینې طرحې وړاندې کړې، چې د مقابل لوري له خوا په خپل منځ کې پرې سلا مشورې روانې دي.
د سولې په چارو کې ددولت وزارت وایي افغان پلاوي هڅې پيل کړې چې ژر تر ژره لانجې حل شي او دواړه لوري د تګلارې پر سر هوکړې ته ورسېږي.
د یاد وزارت ویانده ناجیه انوري ویلي، افغان پلاوي له بېلو اړخونو سره لیدنې پيل کړې دي څو دغه ستونزه حل او مذاکرات رسما پیل شي.
د افغان حکومت مرکچي پلاوي هم ویلي هیله من دي چې وکړی شي ناندرۍ ختمې کړي او مذاکرات رسما پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل