۰
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ رییس:

له افغانستان نه د سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ څرګندونې احساساتي دي

دوشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۱
راپورونه وايي، له افغانستان د امریکایي سرتېرو د ایتسلو په اړه د سپینې ماڼۍ او امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.
له افغانستان نه د سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ څرګندونې احساساتي دي
راپورونه وايي، له افغانستان د امریکایي سرتېرو د ایتسلو په اړه د سپینې ماڼۍ او امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ملټري ټایمز راپور ورکړی، چې پنټاګون په هغه شکل چې ټرمپ له افغانستان د ځواکونو د ایستلو پرېکړه کې مخالف دی.

دغه رسنۍ ویلي، د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ رییس جنرال مارک میلي په خپله تازه مرکه کې د سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې احساساتي او غیر عملي بللې دي.

جنرال مارک میلي له افغانستان د ځواکونو وتل او په دغه هېواد کې د جګړو پای ته رسول باید مسوولانه وي او په دومره بېړه غیر عملي څرګندونې کول د امریکا د ملي امنیت په زیان دي.

زیاته کړې، خپلو امکاناتو او پلانونو ته په کتو په دې باور دي، چې له افغانستان د سرتېرو ایستل امکان نه لري، بلکې دغه پرېکړه باید شرایطو ته په کتو وشي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ټينګار کړي، چې په افغانستان کې لا هم د امریکايي نظامیانو ماموریت ته اړتیا ده او عجولانه پرېکړې به د امریکا ملي امنیت او ګټو ته خطرونه جوړ کړي.

د یادونې ده، چې ټرمپ څو ورځې وړاندې په یوه ټوېټ کې و ویل، چې تر راتلونکي کرسمس پورې به اکثریت سرتېري له افغانستان څخه راوباسي.

خو یو شمېر امریکايي سیاستوالو او پخوانیو پوځي چارواکو د ټرمپ په دغه پرېکړه نیوکه وکړه او دا یې په راتلونکې کې د امریکا د امنیت لپاره ستر ګواښ وباله.

له دغه کسانو یو هم د ټرمپ پخوانی د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر چې په بار بار یې ویلي له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ تګلاره کاملآ ناسمه او انتخاباتي بڼه لري، چې په راتلونکې کې به د امریکا ملي امنیت ته ستر ګواښ پېښ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي