۰

کونړ کې ۴۰ داعشیان او طالبان دولت ته تسلیم شوي دي

دوشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۲
ملي دفاع وزارت وايي، کونړ ولایت کې ۴۰ تنه داعش او طالب وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
کونړ کې ۴۰ داعشیان او طالبان دولت ته تسلیم شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، کونړ ولایت کې ۴۰ تنه داعش او طالب وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تسلیم شوې ۴۰ کسیزه ډله کې ۳۴ داعشیان او ۶ طالبان دي.

یاد وسله وال پرون یکشنبې د تلې ۲۰ مه افغان ځواکونو ته تسلیم شوي او ژمنه یې کړې، چې له دې وروسته به د افغان ځواکونو پر وړاندې نه جګېږي او سوله ییز ژوند به غوره کوي.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، تسلیم شویو کسانو  ۲۸ میله کلاشینکوفونه، اته راکت انداز او څلورپیکاوې هم دولت ته سپارلي دي.

د کونړ والي هم ویلي، تسلیم شویو وسله والو ژمنه کړې، چې نور به جګړې نه کوي او خپل عادي ژوند به تېروي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې سرپل او بلخ ولایتونو کې هم لسګونه وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي