کورنیو چارو وزارت د کابل پغمان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان اول خان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د تلې ۱۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه طالب قوماندان تېره شپه د پغمان ولسوالۍ اړوند سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینه وایي، طالب قوماندان اول خان غوښتل د ترهګریزه بریدونو د تر سره کولو لپاره د میدان وردګ له لارې پغمان ولسوالۍ ته ننوځي، چې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دغه نښته کې د قوماندان اول خان دوه نور ملګري هم وژل شوي دي، خو د هغوی د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل