۰
روسیه:

له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ خبرې انتخاباتي دي

پنجشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۵
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې انتخاباتي کمپاین بللی دی.
له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ خبرې انتخاباتي دي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې انتخاباتي کمپاین بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف سپوتنیک آژانس سره خبرو کې ویلي، دا ټاکنیزې څرګندونې دي.

د هغه په وینا، ټرمپ په ډېر احتمال سره غواړي د امریکا راتلونکو ټاکنو کې رایې ورکوونکو ته وښیي چې دی یې په خپلو تېرو وعدو ولاړ دی او له دوی سره پر کړو ژمنو عمل کوي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور د سیمې ثبات سره مرسته کوي او په وینا یې د امریکایي ځواکونو وتلو موضوع باید د سیمې وضعیت سره تړلي وي.

کابلوف دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ټرمپ ویلي د روان کال تر پایه به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت پخواني مک ماسټر هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ تګلاره ناکمه او ټاکنیز کمپاین بللی، چې په وینا یې راتلونکې کې به د امریکا ملي امنیت ته ستر ګواښ پېښ کړي.

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه د ټرمپ د پرېکړې هرکلی کوي او په راتلونکې کې د امریکا په ګډون د ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو لرلو هیله لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي