۰
خلیلزاد:

طالبان باید په دې پوه شي چې د افغانستان له رسمي حکومت سره خبرې کوي

پنجشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۱
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دی د دې لپاره قطر کې دی، چې د امریکا او طالبانو هوکړه عملي کړل شي.
طالبان باید په دې پوه شي چې د افغانستان له رسمي حکومت سره خبرې کوي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دی د دې لپاره قطر کې دی، چې د امریکا او طالبانو هوکړه عملي کړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هوکړې د عملي کېدو او بین الافغاني خبرو پایلې ته د رسېدو او پرمختګ لپاره باید تاوتریخوالی کم کړای شي.

 نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا به له خپل فشار استفاده وکړي څو دواړه لوري د تاوتریخوالي او جګړو کمولو ته اړ کړي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې امریکا په بین الافغاني خبرو کې پر دواړو لورو د خپلو خبرو د منلو لپاره له هر ډول فشار څخه کار اخیستی شي.

خلیلزاد ویلي، د دې کار د عملي کولو لپاره ګڼې لارې شته خو په سر کې یې دیپلوماتکي هڅې دي، نو دواړه لوري باید یو پر بل د خبرو له منلو ډډه وکړي، بلکې یو بل ته قناعت ورکړي.

دی وايي، طالبان باید په دې پوه شي چې د افغانستان له رسمي اسلامي جمهوري حکومت سره خبرې کوي او باید ټولو اصولو ته پام وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي روان مذاکرات د ټول افغانستان لپاره یو غوره فرصت بللی دی او له طالبانو یې هم غوښتي چې د فرصت د ضایع کولو مخنیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي