۰
راس ویلسن:

تاوتریخوالي زیاته شوې، افغانان پراخ اوربند ته اړتیا لري

دوشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۲
په کابل کې د امریکا سفارت شارزدافیر لغمان او ننګرهار ولایتونو کې پر شویو موټر بم بریدونو خواشني ښودلې وايي، دغه بریدونو یې زړه مات کړی دی.
تاوتریخوالي زیاته شوې، افغانان پراخ اوربند ته اړتیا لري
په کابل کې د امریکا سفارت شارزدافیر لغمان او ننګرهار ولایتونو کې پر شویو موټر بم بریدونو خواشني ښودلې وايي، دغه بریدونو یې زړه مات کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن نن دوشنبې د تلې ۱۴ مه لغمان کې تر شوي موټر بم برید وروسته په خپل ټوېټر لیکلي، چې د سیاسي تاوتریخواليله امله مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

نوموړي ویلي، چې دغه بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی غندي ځکه په وینا یې افغانان پراخ اوربند ته اړتیا لري.

د یادونې ده، چې نن په لغمان کې د والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان موټر بم برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

والي له بریده روغ وتلی خو څلور ساتونکي یې وژل شوي دي.

د سیمه ییزه چارواکو په وینا د والي له ساتونکو پرته نور ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.

باید و ویل شي، چې تر دې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ کې هم موټر برید برید وشو، چې ۱۶ تنه یې و وژل او ۳۷ نور یې ټپیان کړل.

په دغه برید کې هم دوه سرتېرو پرته نور ټول ولسي وګړي و، چې زیاتره په کې د ښوونځي ماشوم وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي