۰

د کندهار- هرات پر لار ترافیکې پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۷
د کندهار – هرات پر لویه لار یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار- هرات پر لار ترافیکې پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي
د کندهار – هرات پر لویه لار یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د تلې ۱۰ مه پر دغه لویه لار د یوه ۴۰۴ او یوه فلانکوچ موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلانی فرهاد وايي، په پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي